دپردیو په نامه دواټونو نومول خیانت دې
سلام خان سلام خان

 

 ډیر د افسوس ځای دی ،هغو کسانو چې غوښتل یې د افغانانو ترمنځ نفاق پیدا او دا هیواد خراب کړي،نن د هغوی په نومونو په مزار شریف کې واټونه نومول کیږي دافغانستان ولسي جرګې  په خپله عمومي غونډه کې په مزارشریف ښار کې د وژل شویو ایرانیو دیپلوماتانو په نوم د یوه مهم واټ له نومولو سره مخالفت وکړ او دا کار یې ملي خیانت وباله په عین حال کی په مزار شریف کې د ایراني ډپلوماتانو په نوم د واټونو نومونه سخت غبرګونونه را پارولي اودافغانستان ملی شورا هم دا عمل ناسم بللی او هغه یې په ټینګه غندلې دی ،په بلخ ولایت کې چارواکي وایي، چې د ابومسلم خراساني واټ یې د ایران په غوښتنه د دغه هیواد د وژل شویو ډیپلوماټانو په نوم کړی دی دغه ډیپلوماټان چې شمیر یې لس کسه ښودلې کیږي، د طالبانو له خوا د مزار شریف د ښار د نیولو پر مهال وژل شوي دي که څه هم د بلخ چارواکي د خپل دغه اقدام دفاع کوي، خو ځینې څیړونکي بیا دا ډیپلوماټان جاسوسان بولي، چې د دوی په وینا خپله د تهران په امر وژل شوي او طالبان په کې لاس نه لري اکثره افغان کتونکي په دې باور دي، چې دا ایراني جاسوسان، چې د ډیپلوماټانو په جامه کې یې په ۱۹۹۰ لسیزه کې د افغانستان د تجزیې هڅه کوله، د تهران په حکم وژل شوي دي ،د ورکړل شویو معلوماتو له مخې دا ایراني ډیپلوماټان، چې شمېر یې لسو کسانو ته رسیده؛ د ۱۹۹۸ میلادي کال د اګسټ په اتمه نیټه هغه مهال، چې طالبان د مزار شریف ښار ته ننوتل وژل شوي دي د رد پای فرعون د کتاب لیکوال رزاق مامون وایي، چې تهران په دې کار سره هغه شواهد له منځه یوړل، چې د افغانستان د تجزیې لپاره ترتیب شوي وو ،رزاق مامون په خپل کتاب رد پای فرعون کې د ایران د لاس وهنو ځینو نورو ابعادو ته هم اشاره کړې، چې له کبله یې پر ده د تیزابو حمله هم وشوه.

د مامون په وینا داسې کره اسناد موجود دي، چې دغه ډیپلوماټان، مزار شریف ښار ته د طالبانو له رسیدو مخکې د ایران د قونسلګرۍ ساتونکو د سپاه پاسدارن د مشر په حکم وژلي دي ،مامون د ایران د قونسلګرۍ د هغو دوو ساتونکو نومونه هم یادوي؛ چې په خټه افغانان وو، خو سپاه پاسدارانو ته یې کار کاوه د افغان حکومت ځینو جګپوړو چارواکو هم، چې نه یې غوښتل نومونه یې واخستلی شي، له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې دا مسله تایېد کړې ده د دغو چارواکو په وینا دا ډیپلوماټان په کابل کې د ایران د اوسني سفیر ابوالفضل زهره وند په امر وژل شوي دي ،زهره وند داسې مهال کابل ته د سفیر په توګه راولیږلې شو، چې د امریکا او افغانستان ترمنځ  ،

خو خپله ایران بیا د خپلو دغو ډیپلوماټانو د وژلو لپاره طالبان مسوول وبلل او د دې کار د ناوړه پایلو په اړه یې خبرداری هم ورکړ؛ خو د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د یو رپورټ له مخې طالبانو د دې کار مسوولیت نه مانه

د نیویارک ټایمز په دې رپورټ کې، چې د ۱۹۹۸ میلادي کال د سپټمبر په یولسمه نیټه خپور شوی، د طالبانو په حواله ویل شوي وو، کله، چې دوی قونسلګرۍ ته ورسیدل ودانۍ خالي وه ،د رد پای فرعون په کتاب کې لیکل شوي، چې د ایران دغو ډیپلوماټانو د افغانستان د تجزیې لپاره هڅه کوله؛ چې د شمال ټلوالې د مشرانو ملاتړ هم ترلاسه کړي، خو د احمد شاه مسعود له مخالفت سره مخامخ شول،د سیاسي چارو کتونکي  دې مسالې ته په اشارې دا حیرانوونکې بولي، چې د بلخ والي، چې د احمد شاه مسعود متحد بلل کیده، د هغه د نظریې برخلاف د مزار شریف د ښار مهم واټ د دغو ایرانیانو په نامه کړی ،خو د بلخ چارواکي بیا د خپلې دې پریکړې دفاع کوي او وایي، چې دوی د افغانستان او ایران ترمنځ د ښو اړیکو په پام کې ساتلو سره دا کار کړې،د بلخ د والي عطا محمد نور ویاند منیر احمد فرهاد له ازادۍ راډیو سره په یوه مرکه کې ددې مسلې په اړه د بلخ د چارواکو دریځ داسې څرګند کړ ،د ولایت د دفتر په وړاندیز د مزار شریف د ښار یو واټ، چې د ښاروالۍ له شماله پیلیږي او بیا تر یوه کیلو میټرو پورې دوام کوي، د جهاد او مقاومت په کلونو کې د ایران د بې دریغه همکاریو په پام کې ساتلو سره ددغو ډيپلوماټانو په نوم شوې ،خو فرهاد د دې اقدام په وړاندې پورته شویو انتقادونو ته په پام سره وویل، چې دوی له خپله اړخه دا کار کړې او دا د مرکزي چارواکو په پریکړې پورې اړه لري، چې دا تایېدوي او که یې ردوي ،خو د بلخ ولایت اداري مجلس بیا په یوه اعلامیه کې لیکلي، چې دا کار ددغو ډیپلوماټانو د وژنې د څوارلسمې کلیزې په مناسبت د ایراني چارواکو په غوښتنه شوې دی ،په اعلامیه کې ویل شوي، چې ایران هم د تهران یو واټ د احمد شاه مسعود په نوم کړې، خو رزاق مامون بیا وویل، چې احمد شاه مسعود هیڅ کله هم په ایران کې لاس وهنه نه وه کړې، حال دا، چې دغه ایرانیان د افغانستان د تباهۍ پسې راوتلي وو

د اطلاعاتو او کلتور وزیر سید مخدوم رهین بیا په مزار شریف کې د داسې کوم اقدام په اړه بې خبري وښودله

خو دا، چې پدې اړه د بلخ د چارواکو له څرګندونو وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت څه ډول دریځ غوره کوي اوس لا نده څرګنده، خو د ملي شورا دواړو جرګو  پدې پریکړې سخت انتقادونه کړي او ددی مسلې د جدي تعقیب غوښتنه یې کړې ده ،په مزار شريف کې د ايرانيانو په نوم د واټ نومونه  هغه څه دي چې د اطلاعاتو او کلتور د وزير پر وړاندې يې احساسات پارولي دي. که څه هم ظاهرا دغه کار د بلخ ولايت چارواکو کړى، خو ويل کېږي چې اصلا دغه کار رهين د ايرانيانو په غوښتنه کړى دى.پای   . 


August 16th, 2012


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات